دهر ډول رسنیو څخه شکایت باید رسنیزو شکایتونو او سرغړونو ته درسیدنۍ کمیسیون ته وسپارل شی،  نه عدلی او قضایی څانګو ته

د۲۰۱۹ کال دنوامبر پر ۳۰د جمهور رییس لومړی مرستیال او د روند سبز رییس،  امرالله صالح دفیسبوک دیو رپورت لاندی، یو کس دمبارز نوروزی په نامه چی د اقتصاد د وزارت یو کارکونکی دی یوه انتقادی  تفصره لیکلی و.

وروسته لدی تبصری دموجوده اسنادو پر بنسټ ،ښاغلی مبارز دروند سبز له لوری د یوه لیک په ترڅ کی، دمحکمی په موخه لوی څارنوالی ته پیژندل شوی دی .

نی په دی  باوردي چی لومړي دافغانستان د رسنیزو قانون پر بنسټ ه دبیان ازادی او نیوکه دافغانستان دهر تبعه د اساسی حقونو تضمین شوی حق  شمیرل کیږی

دوهم؛ که چیری نیوکه پر نیوکه شوی کس باندی ښه نه لګیږی بیا هغه کولای شی درسنیو دقانون پر اساس دا ډول شکایتونه، رسنیزو شکایتونواو سرغړونو  ته درسیدنی د  کمیسیون له لاری وارزوی.  د روند سبز بنسټ باید دا موضوع دقانون له لاری وهلی شوی  وای نه  د قانون نه بهر لاری .

نی دهیواد دلوی څارنوالی څخه غواړی چی ترڅو داسی شکایتونه دهغه قانونی پروسی دطی کولوپه موخه دشکایتونو کمیسیون ته وسپاری ترڅو لاره دقانون دتنفیذ په موخه اواره شی.

نی د فغانستان د آزادو  رسنیو ملاتړ اداره


Posted

in

by

Tags: