1:نی دامریکی او طالبانو تر منځ دهوکړې لیک دلاسلیک په درشل کی ددي تر څنګ چی ددي موضوع څخه هرکلی کوي تذکر ورکوي چي: په هیواد کی په شخړو کی دښکیل لورو په هوکړه لیک، نباید د بشری حقونو او بشری ارزښتونو خلاف وی.
2:دتیرو ۱۸ کلنو لاس ته راوړني باید په هر ډول هوکړه لیک کی دافغانستان خلکو دنه معامله کوونکو او سری کرښي په شان حیثیت ولری.
3: دبیان آزادي دتیرو ۱۸ کلنو لاس ته راوړني په هیڅ ډول نباید ترمعاملی لاندي ونیول شي، دا ارزښت نه یوازي داچی سور دسیاست خط وی بلکه دا دهغه سلو تنو دوینو حاصل دی کوم چي پدی لاره کی وژل شوی دي.
4: هیڅ څوک او هیڅ خوا دمتحده ایالاتو داستازو په شمول، ناټو، داروپا ټولنه، او دافغانستان دولت، دتیرو ۱۸ کلنو لاس ته راوړنو سره د معاملی حق نه لری او په تیره بیا دبیان آزادي او رسنیو چی د ودي او غوړیدو په حالت کی دي.
5: په تیرو ۱۸ کلنو کی په هیواد کی دخبریالانو قاتلین نباید دهیڅ ډول هوکړه لیک تر نامه لاندی په عمومی عفو او بخښنۍ کی شامل شي.
نی دهیواد دټولو هغه غاړو څخه چي په شخړه کی ښکیل دي غوښتنه کوی او په اعلامیه کی دخبریالانو په استازیتوب راغلی دي، پاملرنه وکړي ترڅو خپل رسالت په دی حساس وخت کی تر سره کړي.
نی د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ کونکي اداره

