دخبریالانو پر وړاندی دتاوتریخوالی دمنع دمقرری، دمادو په پلی کولو سره کیدای شی یوه لاره د معافیت یابخشنی دود ته دپای ټکی وی

نی «دخبریالانو پر وړاندی دعدلی جرمونو څارنی ته دبخښنی دود، ته دپای ورکولو په موخه » دنړیوالی ورځی په درشل کی، تاکید کوی چی دخبریالانو پروړاندی دتاوتریخوالی مقرره دهغه دمادو سره چی داجرای وړ دی باید د رسنیزو بنسټونو له لوری ددولت په مرستی سره دجمهوررییس تصویب او توشیح ته ورسیږی .

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره او د رسنیو دڅار دفتر ، دثبت شوو ارقامو پراساس په را روان کال کی  ۱۸ خبریال اورسنیز کارکونکی  وژل شوی دی ،چی تر اوسه هیڅ یو هم قضایی پایلی ته نه دی رسیدلی؛ چی دا په تیر و ۱۸ کلونو کی یوازی یو مورد  د سلو وژنو د دوسیو څخه و  چی ارزول شوی دی .

نی دافغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ، دحکومت څخه غواړی چی دنړیوالواو ملی ژمنو  پراساس دیو پروګرام په ترځ کی اعلان کړی  چی دوی به دخبریالانو دوژنی عاملان پیداکوی  ترڅو دا موارد  درسنیزو کارکونکو او خبریالانو د ذهنی او کاری مصوونیت سبب شی او هم دهیواد رسنیزی ټولنی ته  .

نی همدارنګه د رسنیزو بنسټونو څخه غواړی تر څو ددولت په یاری اومرستی سره دخبریالاو پروړاندی دتاوتریخوالی دمنعی دقانون دجمهور رییس تصویب او توشیح ته ورسوی .


Posted

in

by

Tags: