د ټولنیزو او خصوصی رسنیو د تاسیس اود فعالیت طرز مقرره باید تطبیق شی

دټولنیزواو خصوصی رسنیو تاسیس او دفعالیت دطرزمقرره چی پنځه میاشتی مخکی په رسمی جریده کی خپور شوی وخو تراوسه ددی مقرری مواد په سمه توګه نه دی تطبیق شوی .

ددی مقرری نه پلی کول ددی سبب شوی ترڅو دخبریالانو او رسنیو کارکونکو ستونزی او ننګونی دپخوا په شانی باقی پاتی او د هغوی امتیازات او میاشتنی حقوق په ځینو مواردو کی زایل شوی دی .

 

دخبریالانو او درسنیزو کارکونکو له خوا هره میاشتی په لسګونه شکایتونه د نی دفتر ته رسیږی ، لکه خبریالانو دمیاشتنی حقوق نه ورکول او نا عادلانه قراردادونه او امتیازاتو نه مشخص کیدل او د رخصتیو او اضافه کاری نه ورکول د نی د اداری د اندیښنی سبب شوی دی .

دنی دفتر دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ، د رسنیو د خاوندانو څخه غواړی چی د کارکونکو قرارداد دټولنیزو رسنیو د تاسیس او فعالیت مطابق ترتیب کړی او د رسنیو دکارکوونکو معاشونه په نظر کی ونیسی .

موږ همدارنګه دملی یووالی د حکومت او په تیزه بیا د اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه غواړوترڅو ددی مقرری په پلی کولو کی عملی ګامونه واخلی او لدی نه زیات اجازه ورنکړی چی د رسنیو د کارکونکو حق تلف او تر پښو لاندی شی .

د ټولنیزو رسنیو د فعالیت دطرز مقرره د ۱۳۹۴ کال د لوم دمیاشتی پر ۱۶ په رسمی جریده کی چاپ او نافذ شی . دا مقرره د خبریالانوامتیازات ، میاشتنی حقوق او د رسنیزو کارکونکو مسوولیتونه د رسنینزو بنسټونو له خوا تنظیم او تعریف شوی ده .

دخبریالانو د حقونو څخه دملاتړ بنسټونه او د ورځپانو ټولګیز اتحادیی دمقرری د تصویبدو او نافذ کولو څخه هرکلی کوی او پدی باوریو چی ددی مقرری په پلی کولو سره به د خبریالانو په خپل سازمان کی ستونزی چی خبریالانو دیوی برخی دستونزو څخه شمیرل کیږی له منځه لاړ شی ، خوددی مقرری نافذیدو نه د پنځو میاشتو په تیریدو سره بیاهم درسنیو کارکونکی او خبریالان د خپل حقوقو د زایل کیدو څخه شکایت لری .

د نی دفتر پدی باور دی چی د رسنیو د عمده اهدافو څخه یو هم دیو مناسب بستر جوړول دیوی قانوی ټولنی لپاره دی چی ایجابوی چی درسنیو خاوندان ؛ د قانون منل او دقانون رعایت کول له خپل ځان څخه پیل کړی .


Posted

in

by

Tags: