په جلال آباد ښارکی پر دوو سمیزی رادیو ګانو باندی پریوه وخت برید یو ترهکریزه عمل دی

په جلال اباد ښار کی دصفا او کلید سیمیزی رادیو دفترونه تر بمی بریدونو لاندی راغلی دی او ډیر مالی زیانونه دی دو رسنیو ته رسیدلی دی .

دتلی دمیاشتی پر۱۸ دشنبید ماښام پر ۷بجو دیو څه ځنډ وروسته دکلید او صفا رادیو ګانو چی یو دبل څخه واټن هم لری او دواړه د جلال اباد په ښار کی موقعیت لری دمین په چاودنه ګی تخریب شوی دی.

کوم معلومات چی دنی ددفتر درسنیو دڅار دفتر ته رسیدلی دی ، درادیو کارکونکو ته زیان ندی رسیدلی ، خو ددواړو رادیو ګانو هنداری ماتی شوی دی .

دنی دفتر چی د افغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداره ده بر دواړو رادیو ګانو باندی حمله په یوه وخت کی یوه ترهګیز عمل چی له مخکی طرح شوی ده بولی چی دافغانستان د بیان دآزادی له خوا تر سره شوی ده او دافغانستان دحکومت او او په تیره بیا د دننګرهار دپولیس څخه غواړی چی ترڅو پدی اړه څیړنی وکړی ددی جنایت عاملان وپیژنی او هغوی مجازات کړی. عبدالمجیب خلوتګر دنی عمومی ریس د کورنی چارو وزارت او نورو امنیتی بنسټونو څخه غواړی ترڅوپه مرکز او ولایاتو کی دوطندوستو او دخلکو د خدمتګارو قوماندانان انتخاب کړی ترڅودخلکو دامنیت په تامین دزړه له کومی کار هڅه او هاند وکړی .
دبیان آزادی په افغانستان کی په سختی سره زیان لیدلی په تیره اونی کی وروسته له هغه چی کندوز د ویره اچونکو له خوا ونیول شو.دهغه ولایت ټولی رسنی دطالبانو له خوا چور او تالان شول او هغه وسایل چی دلیږد وړ نه وه اور واچاوه او یایی تخریب کړه .

د نی دفتر د افغانستان دولت او نړیواله ټولنه څخه غواړی ترڅو د بشری حقونو دارزښتونو په تیره بیا دبیان دازادی دخلکو تر څنګ قرارولری .


Posted

in

by

Tags: