دافغانستان د خبریالانو ټولنه دیوبل خبریال دلاس ورکولو سره، دوینو ډک کال تجربه کوی

په مزارشریف کی دیوی رادیویی خپرونی دیوه جوړونکی ناڅرګنده وژنه ،یوځل بیا په هیوادکی رسنیو او دهغوی کارکوونکو ته د خطر زنګ دی. وسله والو ناشناخته کسانو پرون دشنبی ورځ د چنګاښ پر ۲۱ خالداګاه یعقوبی چی په یوه طنزی او تفریخی خپرونه یی د لحظه په رادیو کی (سمیزه رادیو ګی دمزارشریف په ښار کی )مخ ته وړل په خپل کورکی د دګولی په لیګیدو سره وژل شوی دی.
درسنی دیوکارکونکی وژنه د هیواد په یوه امن ولایت کی هغه هم په سپینه ورځ دخلکو په ذهنونو اوبیا په تیره د خبریالانو دملاتړو بنسټونو ترمڼخ ځینی پوښتنی پورته کوی، داسی نه وی؟ چی ددی مرموزو وژنو تر شا ځینی پټ د سیاسی اهدافو ته درسیدو په موخه ترسره شوی یی.
نی په افغانستان کی دخپلواکو رسنیو ملاتړ کونکی اداره ددی وژنو څخه په کلکه ټکان خوړلی او د افغانستان ددولت څخه غواړی ترڅو کوم کسان چی پدی وژنو کی لاس لری دهغو په پیداکولو کی د هیڅ ډول هڅی او هاند څخه سپما ونکړی.
دښاغلی یعقوبی کورنی او همکاران د رسنیو د څار اداره ته ویلی دی چی نوموړی خبریال دهیچا او ډلی سره کومه شخصی دښمنی یا راګړه ورکړه نه درلوده.
د خالد یعقوبی، په وژنی سره د هغه شمیر خبریالانو دوژنی شمیره چی په ۲۰۱۴ کی له منځه تللی ۶ تنو ته ورسیده.
دطالبانو درژیم له منځه تلو وروسته د ۲۰۰۱ میلادی کال راوروسته ۴۳ خبریالان دافغانستان په مختلفو سیمو له منځه تللی دی چی تر اوسه ددوی یوه تن دوسیی ته هم رسیدنه نه ده شوی.


Posted

in

by

Tags: