آیا دولت دخبریالانو دامنیت د تامین وړتیالری؟ ایا دا ډاډ ورکولای شي؟

دانعکاس تلویزون دخپرونوچلونکی ملاله میوند اودهغه دموټر چلونکی طاهر خان، کله چی ددندی په لور روان وه دجلال اباد ښار دعربانو په ګولایی کی ، دناپیژانده وسله والو کسانو له لوری  تر برید لاندی راغلل او ووژل شول .

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان د  نی دفتر ته وویل: “د تحقیقاتو ټیم پر دې قضیه کار کوي او جزییات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.”

دژورنالیست ټولنې امنیتې اندیښنې هره ورځ ډیریږي. تیره میاشت ، په کابل کې یما سیاوش او د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار  کې الیاس دای په خپل موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په واسطه شهید شوي او تر دې دمه عاملین د دولت لخوا ندی پیژندل شوي. اودعدالت منګلو ته نه دی سپارل شوی

د ملالې په مرګ سره ، موږ فکر کوو چې خبریالان او په ځانګړي توګه ښځینه ژورنالیستان به مخکې لدې چې کار ته لاړشي نوربه زړه  ونه کړي ، دا هغه څه دي چې د افغانستان د خلکو د پوهی دښمنان له ډیرې مودې راهیسې هڅه کوي.

د ملالې په مړینی سره، د ښځینه ژورنالیستانو لپاره د کار کولو زمینه محدود شوی ، او خبریالان به نور د ژورنالیستانو په توګه د کار کولو جرئت ونه کړي ، دا هغه څه دي چې د خلکو شعوری دښمنانو له ډیرې مودې راهیسې  دهغه په لټه کې دی.

موږ غواړو عاملین یی وپیژنو او عدالت ته یې وسپارو. د بې دفاع ژورنالستانو له منځه وړل د بشریت پروړاندې یو جرم دی او ښیې چې ترهګر به پر هیچا رحم  نه کوي او دولت د هغوی په پیژندلو کې پاتې راغلی.

د دې دوه کسانو په وژلو سره ، د خبریالانو او رسنیزو کارمندانو د مړینې شمیره چې په 2020 کې د رسنیز کار په جریان کې مړه شوي 10 تنو ته به رسیدلی دی .

 


Posted

in

by

Tags: