دهیواد شمال په څلور ولایتونو کی لکه بدخشان، تخار، قندز او بغلان کی د واکمن وضعیت په نظر کی نیولو سره دخبریالانو سره دامنیتي ځواکونو چلند له کبله دنی درسنیو څار دفتر ته شکایتونه رسیدلي دي.
داشکایتونو د خبریالانو سره دتاتریخوالي ډک چلند څخه حکایت کوي ، دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ده داشکایتونه په پوره پاملرني سره مطالعه کوی او فکر کوی چی دامنیتي ځواکونو دا سلوک دښارونو په مرکز کی داندیښنۍ وړ دي.
که څه هم نی دیو ملی بنسټ په توګه دهیواد پر امنیتي –دفاعی ځواکونو باندی ویاړ کوی او دهغوی پر ځواکمنتیااو کړنو باندي په بشپړه توګه باور لری.
سره لدی هم دنی دفتردټولو امنیتی ځواکونو لکه دکورنیو چارو وزارت، ملي دفاع وزارت، او دملی امنیت عمومی ریاست څخه دا غوښتنه لري چي خپل تر واک لاندی کسانوته هدایت او لارښودنه وکړي که چیری په ځینو مواردو کی د غیر مسلکی کړنو سبب شوی وی، هغه دي اصلاح کړی.
نی پدی باور دي چی دامنیتی ځواکونو رویه د ښاریانو په تیره بیا دخبریالانو سره نباید دسیاسي وضعیت تابع وی که چیری ددی ځواکونو کړني بدلون ته اړتیا ولری، باید دا بدلون مثبت او غیر سیاسی وی.
نی ددي وضعیت دمنځ ته راتلو له کبله اندیښنه لري او هیله لري چی ترڅو امنیتی بنسټونه به دی اړه کلکه پاملرنه وکړي.
نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره

