دطالبانو سره دسولی خبرو پرمهال، دي ډلې دیوي اعلامیي په خپرولو سره، دبیان پرآزادی باندی دفشار پر زیاتوالی باندی خپلی اندیښني ښودلی دي

 

   طالبانو دیوی اعلامیی په خپرولو سره، دخبریال انترنتی پاڼه پدی تورن کړي ده، او ادعاکوی چی دطالبانو دډلی پر لوړ پوړوچارواکو پر وړاندی ناوړه تبلیغات کوي چی دا پاڼه دخلکو ذهنیتونه بل لوری ته ګرځوي. 

دخبریال انترنتی پاڼئ د۱۳۹۸ کال دسلواغي دمیاشتی پر ۲۷ددی سرلیک لاندی” په قطر کی دطالبانو دمذاکراتې ټیم ترمنځ نوی ناندری” تر نامه لاندی یومطلب خپور شو چی دطالبانو دسخت غبرګون سره مخ شو.

طالبانو چی کومه اعلامیه دسلواغی دمیاشتی پر ۲۸ خپره کړه  ددی انترنتی پانی مسوول یی په جاسوسی تورن کړ او ویلی دی چی دا پاڼه دنده لری ترڅو  دطالبانو دمشرانو پر وړاندی عامه ذهنیتونه مغشوش کړی.

طالبانو، د داسی موضوعاتو خپرول، دخپلو مشرانو دشخصیت ترور وباله او هغه د پردیو اجیرانو تبلیغات وبلل.

نی دافغانستان دازادو رسنیو ملاتړ اداری اجرایی رییس عبدالمجیب خلوتگر، ددی اعلامیی خپرول یو غیر مستقیم ګواښ درسنیو پروړاندی بولی. ښاغلي خلوتگر په دی آند دې چی دطالبانو نظر دوګړو پر وړاندی څرګند دي. او دهغوی عقیده تر اوسه تغییر نه دی کړی او دا اعلامیه ښیي چی کوم خطر چی دطالبانو له لورې پر رسنیو باندي دی  تر اوسه شتون لری.

ښاغلې خلوتگر وایی: پدی حساس وخت کی چی له یوی خوا دسولی مذاکرات جریان لری او دافغانستان خلک په تمه دي چی طالبان د دی خبرو دیوه طرف په توګه دافغانستان دخلکو او په تیره بیا درسنیو پروړاندی په خپلو عقایدو کی بدلون راوړی؛ خو دا اعلامیه ښیی چی دهغوی په نظر او عقاید و کی هیڅ بدلون نه دی راغلی.

نی د طالبانو اعلامیه دخبریال انترنټی پاڼی ته خطر ګڼی  او دطالبانو څخه غواړی چی په خپل نظر باندی یو ځل بیاکتنه وکړی. او دافغانستان دحکومت څخه غواړی ترڅو دهغه کسانو دامنیت په ساتنه کی پاملرنه وکړی کوم چی د دی رسنۍ سره همکار لري.

نی دافغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ اداره


Posted

in

by

Tags: