د پنج شنبه د تلی پر ۳۰ دماښام پر ۷بجو دکندهار ولایت دڅانګی پررادیو کی چاودنه وشوه ، او په خوښی سره چی کارکونکو ته هیڅ زیان نه دی رسیدلی او خپرونی هم فعالی دی خو مالی خساری رسیدلی دی .
لاتر اوسه دچاودنی ډول نه دی څرګند شوی ، دپولیس څیړنی ددی چاودنی د نوعیت په اړه پیل شوی دی
دنی دفتر چی دآزادو رسنیو ملاتړ اداره ، ویره اچونکی بریدونه پر رسنیو او خبریالانو باندی جنګی جنایت بولی او دبشری حقونو بنسټونو او او ملګرو ملتونو دسازمانونو څخه غواړی چی ترڅو دغه جنایتونه چی په افغانستان کی پررسنیو او او دهغو پر کارکونکو باندی تر سره کیږی دجنګی جانیتونو تر عنوان لاندی ثبت کړی او دخبریالانو او درسنیو دحقوقود غوښتنی په موخه زموږ سره همغږی شی .
دا په داسی حال کی ده چی دری اونی مخکی ددوو خصوصی رادیو ګانو ( کلید رادیو او صفا رادیو ) دجلال اباد په ښار کی به یوه وخت کی وچاودیدی او ډیر زیانونه هم دی دوی رسنیو ته ورسیدی .
پدی وروستیو کی دافغانستان رسنی دترهګرو له خوا په دیری سختی سره به نښه شوی دی او په ظاهره دحکومت له خوا هیڅ دول پروګرام ددی بریدونو دمخنیوی په موخه تر لاس لاندی ندی نیول شوی دافغانستان حکومت داساسی قانون پر بنسټ مکلف بولو چی دټولو خلکو په تیره بیا دخبریالانو او درسنیو د تاسیساتو او ودانی څخه ساتنه وکړی او خپل مسوولیت پدی برخه په سمه توګه ادا کړی .

