نى د افغانستان دآزادو رسنیو ملاتړ اداره دنن ورځی په مظاهرو کی دخبریالانو او فلم اخیستونکو وهل ټکول په کلکه غندی

هغه وروستی معلومات چی تر اوسه دنی دفتر ته رسیدلی دی نن ورځ ۸ تنه خبریالان او عکاسان د مظاهرو په جریان کی دځینو معترضینو له خواوهل شوی او دځینو یی کمری هم ورماتی کړی دی .

د اریانا نیوز خبریال او فلم اخیستونکی ، نوید بهار او سمیع جهش

عماد روستایی او مختار یعقوبی دیک تلویزون خبریال و فلمبردار

د نورین تلویزون خبریال او کمره مین ؛ فرید حلیمی او خطیب کریمی

مسعود حسینی، خبری عکاس او ښاغلی “جیم” دبلجیم هیواد بهرنی خبریال، داعتراض کونکو دبد چلند او تاوتریخوالی لاندی نیول شوی دی .

دروښنایی جنبش مسوولین وایی ،چی یو شمیر فرصت طلبه کسان مظاهرو ته داخل شوی دی او په تاوتریخوالی اوزور زیاتی یی لاس بوری کړی .

نى دمظاهره کونکو څخه په کلکه غواړی ترڅو د اړ دوړکونکو دعاملینو په پیژنی کی دپولیس سره همکاری او مرسته وکړی او خپل مسوولیت په ښه توګه ادا کړی .

دبیان ازادی د تعرض څخه مصوون ده او د خبریال ځان او دخبریالی وسایلو باندی تعزض د هری لوری او هری ډلی له خوا چی صورت ومومی لکه چی د جنایت مرتکب شوی وی او تعرض کونکی هم باید د قانون تر څار لاندی ونیول شی .


Posted

in

by

Tags: