دهیواد رسنۍ په ډیرو حساسو تاریخی شرایطو کی قرار لری رسنی کولای شی چی پدی حساسو شرایطو خپل رول په ښه توګه ولوبوی او دخلکو برخلیک ته بدلون ورکړي. رسنۍ باید پدی شرایطو کی دښاریانو مسوولیتونه تعریف کړی. او هر ښاری ته دی دهغه رول تشریح کړی. رسنی په حاضر حالت کی کولای شی چی خلک دنیکمرغی خواته او یا هم دبدمرغی خواته وهڅوی .
نی دهیواد درسنیو څخه غواړی چی تر ددی تاریخی ازموینی څخه د اړینو کړنو په تر سره کولو سره په بریالی توګه ددی حالت څخه راووزی .
دنی ددفتر رئیس عبدالمجیب خلوتگر وایی:”هماغسی چی خبریالانو په ډیر حساسوتاریخی شرایطو کی خپل کار او فعالیت په کامیابی تر سره کړی دی. اوس هم هیله مند یو چی یو ځل بیا خپل کامیابی تضمین کړي .رسنۍ او خبریالان باید دخبریالانو پرکړنو باندی عمل وکړي او پر خپل مسلکی توب باندی دتائید مهر ولګوی. ”
دنی په آند پدی حساسو شرایطو کی رسني، نباید د ویری او ډارپه سرچینی بدل شی او خلک دنامناسبو خبرونو او رپورټونو په خپرولو سره دکرونا ” کویدا 19″ دناروغی څخه وویروی. دبل پلوه رسني نباید وضعیت داسی تفسیر کړی چی خلک نوموړی ناروغی ته پاملرنه ونه کړي . لکه دایتالیا هیواد چی هر څه یی دمدیریت او کنترول څخه ووزی .
دیادولو وړ ده چی نی پدی وروستیو کي دخبریالانو دکړنی یا دستورالعمل تر عنوان لاندی یو پلان دکرونا دناروغی خپریدو پرمهال دخبریالانو ټولني ته جوړ کړی دی. چی دا دستوالعمل کولای ددی لینک څخه ترلاسه کړی.
همدارنګه معلوماتو ته دلاسرسی دستوزو د حل او مشوری په هکله ددغه څلورویشت ساعته شمیره سره اړیکی ونیسئ
۰۷۹۳۷۰۲۰۰۴۴۷۷

